ایکنانیوز راپور راکوي ،مسجدجامعي د پاپ فرانسیس د مړینې په مناسبت د یوه اسلامي مطالعاتو له مرکز سره په خبرو کې وویل، پاپ فرانسیس د تېرو پاپانو په پرتله ځانګړی و. هغه د غزې په اړه، د بشري حقونو او بشردوستانه مسایلو په دفاع او په عراق کې د آیتالله سیستاني له لیدو سره خپل دریځ روښانه کړ.
هغه د پاپانو د شخصیت په اړه وویل، که څه هم ویل کېږي پاپان یو شان دي، خو په حقیقت کې دوي ډېر توپیرونه لري. د مثال په توګه، درویشتم ژان ، چې په ۱۹۵۸ کې پاپ شو، په ایټالیا کې ډېر محبوب و او د «واتیکان ۲ شورا» باندي مشهور و، چې مهم اسناد یې خپاره شول او د کاتولیک کلیسا لارښوونه کوي.هغه په دوام کی ووییل پاپ فرانسیس هم د مارتین لوتر له نظرونو اغېزمن و او په سوېډن کې یې د لوتر د ۵۰۰ کلیزې په مراسمو کې وینا وکړه، چې د متعصбо کاتولیکانو له نیوکو سره مخ شوه. هغه د پادریانو د واده، د ښځو د پادری کېدو او د طلاق شویو ښځو د مذهبي مراسمو په اړه نرم نظرونه لرل، خو په ښکاره یې نه ویل.
هغه زیاته کړې ده ، پاپ فرانسیس د کلیسا د مالي او جنسي فساد پر وړاندې کلکه مبارزه وکړه. که څه هم دا فساد پخوانۍ تاریخچه لري، خو د دویم ژان پل له وخته ورسره مخالفت پیل شو. هغه د ماشومانو د ناوړه ګټې اخیستنې په اړه، چې په چیلی، بلجیم،آسټریا، ایرلنډ او امریکا کې پېښ شوي، کلک دریځ ونیوه او د مالي فساد پر وړاندې یې هم مبارزه وکړه.
مسجدجامعي د راتلونکي پاپ په اړه وویل، ، د کاتولیک کلیسا یو پیچلی او بډایه ۲۰۰۰ کلن جوړښت لري او د وخت د شرایطو له مخې پریکړه کوي چې څوک پاپ شي. دا ټاکنې تصادفي نه دي او د کلیسا مرکزيت د نړۍ له قدرتونو او نورو دینونو سره د اړیکو د ساتلو لپاره مناسب کس غوره کوي. اوسمهال د پاپ ټاکنه سخته ده. د احتمالي کاندیدانو په توګه د واتیکان اوسنی لومړی وزیر «پیترو پارولین»، د ایټالیا د پادریانو د کنفرانس مشر «ماتئو زوپي»، د فیلیپین کاردینال «تاګله» او د افریقا یو کاردینال نومول شوي. خو کلیسا به داسې کس وټاکي چې د اوسني حالت لپاره مناسب وي.
هغه ووییل د پاپ فرانسیس د ټاکل کېدو پر مهال، کلیسا له ستونزو سره مخ وه او منزوي شوې وه. فرانسیس په لومړیو کلونو کې کلیسا بېرته فعاله کړه، خو وروسته په اروپا کې د متدینو کلیساګانو له مخالفتونو سره مخ شو.
https://iqna.ir/fa/news/4279105